اسلام آباد۔20ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم خاص سلاحكار انجینئرامیرمقام وئيلي دي حكومت د سېلاب ځپليو بحا??ۍ له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي٬ په سوات كښې د كال 2010 سېل??ب دلاسه هم زيات زيان شوې وو٬ د مصيبت په دې وخت كښې نړيوالو ادارو او فلاحي تنظيمونو بشپره مرسته كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په سوات كښې د ګرډ سټشن پرانستې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په سوات كښې د كال 2010 سېلاب هم د برېښنا تنصيباتو ته زيات زيان رسولې وو٬ دغه وخت هم مونږ برېښنا بحال كړې وه۔ ده ووئيل اوسني سېلاب هم د برېښنا تنصيباتو او موبائل فون ټ??ور?? ته زيات زيان رسولې دې۔ ده ووئيل ما اړوندو چارواكو سره د ځپليو ځايونو دوره كړې او كه لويې څښتن ته منظوري وي كار به يو وارې بيا ډېر زر پېل شي۔ ده ووئيل وړاندې به سېلاب په يوه خاص سيمه كښې راتلو ولې دا وارې ګرد هېواد د دې د لاسه ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل دې هېواد ته د وزيراعظم شهباز شريف په صورت كښې يو داسې جذبه لرونكې لارښود تر??اسه شوې دې كوم چې پخپله ځپليو سيمو ته ځي او د بحالۍ د كارونو څارنه كوي۔ ده ووئيل په خاص توګه پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم چې د تل پشان د سېلاب ځپليو بشپړه مرسته كړې
حكومت د سېلاب ځپليو بحالۍ له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي٬ انجينئر امير مقام
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن