اسلام آباد۔7 جون(اے پی پی) صدر آصف علي زرداري پ??كس??ان ل??اره د خذمات ترسره كولو په اعتراف كښې پرنس رحیم آغا خا?? له ’’نشان پاکستان‘‘ ایوارډ وركړو۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې خصوصي دستوره كښې وزيرانو ٬ پارليماني غړو ٬ سفارت كارو او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ معزز مېلمه ته دا ايوارډ په کمرشل بېنکنګ، مائیکرو فنانس، انشورنس، تلپاتې سېلګرۍ او تجديد وړ توان څانګه كښې د لارښودنې كردار ترسره كولو په اعتراف كښې وركړے شو۔ آغا خان پرمختي??ئي نېټ ورك په پ??كس??ان كښې مالياتي خذمات ته رسېدو كښې نزدې د 5 کروړه وګړو مرسته كړې ۔ وروستو پرنس رحيم آغا خان صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پ??كس??ان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د آغا خان ډوېلپمنټ نېټ ورك په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د حبيب بېنك لمېټډ چيئرمېن سلطان علی او اعلیٰ سرکاري چاروا??و هم په ملاقات كښې ګډون كولو۔ صدر مملكت ته د پ??كس??اني اولس خېر ښېګړې لپاره په بېلو څانګو كښې د آغا خان نېټ ورك د كردار او پرمختي??ئي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ صدر مملکت پ??كس??ان ته په راتللو د پرنس رحيم آغا خان مننه وكړه۔ دغسې صدر مملکت د هېواد تعليمي پرمختګ ته د پام ګرځولو په حاجت زور راوړو۔ په دې مهال پرنس رحیم آغا خان په نشان پ??كس??ان ايوارډ وركولو د صدر مملكت مننه وكړه۔