اسلام آباد ۔ 17 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي زمونږ تورزن پوځ ف??ټا كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائي كوي۔ حكومت د دې عملياتو او دې سره سره د ټولو پېشه ورو حاجتونو لپاره وسله والو ځواكونو ته ضروري وسائل وركوي۔ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث راغونډولو په مهال د?? ووئيل مونږ د هغه امن خوښې پاكستاني وګړو ٬ مېرمنو او كوچنيانو هم مرسته كوؤ كوم چې د دې عملياتو په سوب بې كوره شوي دي او نورو ځايونو كښې ژوند كوي۔ د?? ووئيل پاك پوځ چې په كوم زړه پوري ډول سيمه د ترهه ګرو څخه پاكې كړي دي په دې د مب??ركۍ مستحق دي۔ د?? ووئيل د TDPs د بېرته تګ عمل پېل شوے او دا تندۍ سره روان دے۔ په دې لړ كښې چې ك??مو وسائلو ته اړتيا ده وركولې شي۔ د دوئي بيا ودانۍ له په ضروري منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د?? ووئيل د 2014-15 او 2015-16 په مهال مونږ ضرب عضب او TDPs له 145 ارب روپۍ بېلې كړې او راروان مالي كال كښې به د لا 100 ارب روپو رقم وركړې شي۔ د?? ووئيل دا ټكونه سم نه دي چې TDPs سره اړوند چارو له مناسب وسائل وركولې نه شي
زمونږ تورزن پوځ فاټا كښې د ترهه ګرو په ضد كاروائي كوي۔ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد