اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) په هېواد كښې د متبادل توان په څانګه كښې د يو كال پھ مهال د 3 ارب ډالرو څخه زياته سرمايه كاري شوې۔ د متبادل توان څخه د برېښنا پېدا كولو پراخا موقعې ترلاسه كېدو پھ سبب پاكستان نجي سرمايه كارو لپاره ښه هېواد جوړ شوے۔ د متبادل توان بورډ چارواكو وئيلي دي چې حكومت د متبادل توان ذريعو څخه زياتې استفادې لپاره جامع اقدامات كوي دغسې چې د انرجي مكس پالېسۍ له مخې د ارازان توان رسنې او د هېواد پائيدار اقتصادي پرمختګ باوري كړې شي۔ د متبادل توان بورډ له مخې د 663 مېګاواټ برېښنا پېدا كولو لپاره د سولر پروژو كښې د 25 څخه زياتو كمپنو د خوښې څرګندونه كړې
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج