اسلام آباد۔26مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاكټر فروغ نسيم سره د برطانېي هائي كمشنر كرسچين ټرنر ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه قانوني مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د برطانېی سفیر د قانون وزير برطانيه كښې د كورونا وېكسينېشن كمپائن په اړه خبر كړو۔ د برطانېي سفیر کرسچین ټرنر د قانون سازۍ په لړ كښې د قانون وزير هڅې وستائلې۔ وفاقي وزير ډاكټر بېرسټر فروغ نسيم ووئيل د قانون وزارت ټولو اړوندو ډلو سره په ګډه كار كوي او نور وزارتونه د قانون سازۍ د اړوندې مسودې جوړولو كښې ضروري مرسته كوي۔ د ملاقات په مهال د قانون او انصاف پارليماني سېكرټري مليكه بخاري هم موجود وه۔
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria