اسلام آباد 15 نومبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار اود پټرولیم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې غونډه كښې د پټروليم او قدرتي وسيلو وزارت پحقله په بېلا بېلو اقداماتو د پېشرفت جاج اخستل شوې۔ د خزانې وزير ووئيل منطقه او په خاص توګه هند او بنګله دېش په مقابله كښې د پټروليم مصنوعاتو بيعه پاكستان كښې ټيټه ده۔ده ووئيل د وزیر اعظم د امر له مخې د خزانې وزارت ټولو مصرف كوٶنكو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔ده ووئيل هېواد كښې د پټروليم نوې پانګې ولټولې شي چې د درآمد په لړ كښې په خزانه بوج كم شي۔ په دې موقع شاهد خاقان عبا??ي هېواد كښې د پټروليم د بيعې ستائنه كولو سره ووئيل دا د مصرف كوٶنكو ګټه ده ۔ده د خزانې وزير سره هېواد كښې د ګاز په سپلائۍ هم خبرې وكړې۔ده ووئيل يخنۍ كښې به د ګاز پرېشر په ځائ ساتلو له ټول ممكنه هڅې كولې شي۔ ده وفاقي وزير د تېلو او ګاز په څانګه كښې د نوې سرمايه كارۍ نه هم خبر كړو۔ په دې موقع د خزانې وزارت پټروليم او قدرتي وسيلو وزارت چارواكي هم موجود وو۔
د اسحق ډار او شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش