اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمّد شهباز شريف په خاص سپارښتنه سيلاب ځپليو سيمو كښې د برېښنا د بحالۍ كار په هنګامي بنيادونو روا?? دے ،دادو۔ خضدار ټرانسميشن لائن بحال كړے شوے ،وزيراعظم د برېښنا سپلائي د بحاليدو پخپله څارنه كوي ، په دې اړه هغه ته د ورځې په بنياد رپورټ وړاندې كېږي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري ب??ان له مخې نېشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ كمپنۍ د دادو – خضدار ټرانسميشن لائن بحال كړے ۔د دادو – خضدارټرانسميشن لائن بحاليدو سره سيلاب د ځپلي مينځني بلوچستان لوې برخې ته د برېښنا سپلائي بحال شوې دغسې د سبي نه تر كوئټه ټرانسميشن لائن، د كومې 10 ټاورز چې د سيلابي اوبو په وجه پريوتې وؤ ٬ د بحالۍ كار به تر 10 ستمبر بشپړ شي۔ دغسې سبي نه تر مچھ ټرانسميشن لائن په بحالۍ كار روا?? دے ۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص سپارښتنه سيلاب ځپليو سيمو كښې د برېښنا د بحالۍ كار په هنګامي بنيادونو روا?? دے او وزير اعظم د برېښنا د بحالۍ كار پخپله مانيټر كوي۔