اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي چې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې سره تعلق لري٬حكومت د ??وګ??ا د اړخه د پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د زياتوالي لپاره لېږلې شوې سمري منظور شوې نه ده٬اولس له د ??وګ??ا سمرۍ برعكس رېليف وركړی شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د منرل ډوېلپمنټ كارپورېشن دورې په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل ??وګ??ا هره مياشت په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې صورتحال جاج اخستلو سره د پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د ردو بدل پھ اړه سمري لېږي۔د دې نه پس سمري د خزانې وزارت ته ځي او د حتمي منظورۍ لپاره وزيراعظم ته وړاندې كېږي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه٬د هند٬بنګله دېش او نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده۔دا مهال هم په هند كښې د ډيزل بيعه د پاكستان څخه زياته ده۔??وګ??ا د 11 روپو زياتوالي تجويز كړې وو كوم چې مونږ منظور نه كړو او تر شپږ روپو پېټروليم مصنوعاتو كښې اضافه شوې۔ده ووئيل په سمندر كښې د تېل او ګاز لټون لپاره ډرېلنګ روان دې٬ 4 زره ميټره څخه زيات ډرلنګ شوې او تر 5500 ميټر به ډرلنګ كولې شي۔ده ووئيل پخواني حكومت په دې اړه لوظ نامه كړې وه خو په هغې عملدرآمد مونږ كړې او د تېلو كمپنو له مو آساني ورك??ې۔??ه دې موقع وفاقي وزير ته د پاكستان معدني پرمختيائي كارپورېشن چارو په اړه بريفنګ وركړې شو۔وفاقي وزير د كلين اينډ ګرين پاكستان ترمخه بوټې هم نال كړو۔
د پیټروليم مصنوعاتو بيعه په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعې سره تعلق لري
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil