اسلام آباد 04 جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې د قانون له مخې كوم سياسي ګوند كوم بل ګوند ته فنډز نشي وركولې٬د (ن)ليګ 9 اكاؤنټس د ټاكنو كمېشن ته نه دي ښودلې شوي٬ټي وي چينلې دې د بريكنګ نيوز په زغل كښې د فيك نيوز برخه نه جوړېږي۔د فارن فنډنګ په اړه مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د ټاكنو كمېشن سكروټني كمېټي چې څنګه د پي ټي آئي د اكاؤنټونو جاج اخلي هم داسې د (ن)ليګ او پي پي پي د اكاؤنټس جاج هم اخستلې شي۔ده ووئيل چې د پوهانو لخوا د جاج اخستلو نه پس معلومه شوې چې د (ن)ليګ داسې 9 اكاؤنټس دي كوم چې د ټاكنو كمېشن ته نه دي ښودلې شوې۔په دې كښې د كروړنو روپو ټرانزېكشن شوي دي٬سترې محكمې د حنيف عباسي په كيس كښې د ټاكنو كمېشن ته هدايت كړې و چې د ټولو سياسي ګوندونو د اكاؤنټونو دې جاج واخستلې شي۔فرخ حبيب ووئيل چې پيپلز ګوند په 2013 كښې 9 اكاؤنټس٬ په 2014 كښې 11 او په 2015 كښې 10 اكاؤنټس پټ ساتلي۔پيپلز ګوند سره د 34 كروړه د عطياتو هېڅ رېكارډ نشته۔پيپلز ګوند د پيپلز پارټۍ پارليمنټرين او پارليمنټرين د پيپلز ګوند اخراجات برداشت كړې كوم چې غېر قانوني كار دے۔
د قانون له مخې كوم سياسي ګوند كوم بل ګوند ته فنډز نشي وركولې٬د (ن)ليګ 9 اكاؤنټس د ټاكنو كمېشن ته نه دي ښودلې شوي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د فارن فنډنګ په اړه مېډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ