اسلام آباد 24ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو 76مې غونډې په موقع د سويډن خپل هم څنګ اينا لنډے سره ليدلې دي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې شاه محمود قرېشي د تېرو دوو مياشتو په مهال د ټېليفون خبرو حواله وركولو سره ووئيل پاكستان سويډن له په اروپائي ائتلاف كښې د يو مهم شراكتدار په توګه خاص اهميت وركوي۔د پاكستان او سويډن ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د پراختيا وركولو زياتې موقعې شته۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د دواړو هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكې په ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ د بدلولو په حاجت زور راوړو۔خارجه وزير د سويډن خپل هم څنګ د افغانستان صورتحال او په سيمه كښې امن لپاره د پاكستان نكته نظر څخه خبركړو او د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې اقتصادي ترجيحاتي ايجنډې حواله يې وركړه۔خارجه وزير د سويډن سره د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته وستائله۔شاه محمود قرېشي ووئيل د سويډن كاروباري كمپنۍ د پاكستان بزنس فرينډلي ماحول څخه پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔په دې تناظر كښې شريك كاروباري كونسل٬بي ټو بي مرستې ته وده وركول مرستياله ثابتېدې شي
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د سويډن خپل هم څنګ اينا لنډے سره وليدل
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria