اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزیب وئيلي دي حكومت د نجي څانګې سرمايه كارۍ او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ??لا??يت او استعداد څخه ګټه پورته كولو له د مالياتو د عصري ماډلز ډاډګيرنه كوي٬ نړيوال بېنك او آسيائي پرمختيائي بېنك د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه تېره ورځ په واشنګټن ډي سي كښې د نړيوال بېنك صدر راجے بنګا ٬ د آسيا پرمختيائي بېنك صدر مساتو ګوآساكاوا او د ډوېلپمنټ فنانس كارپورېشن سي اي او سکاټ ناتھن سره د ملاقاتونو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د نړيوال بېنك صدر سره په ملاقات كښې د خزانې وزير د پاكستان په ساجي او اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بېنك په كردار او مرسته رڼا واچوله۔ د خزانې وفاقي وزير د نړيوال بېنك صدر ته د سټېنډب??ئی لوظنامې لاندې د معيشت د تلپاتې نمو ٬ ټېكس ٬ توان او نجكارۍ سره د اړوندو ا??لا??ات په اړه ووئيل۔ دواړو فريقو 10 كلونو لپاره په رولنګ كنټري فرېم ورك پلان مواقفت وكړو۔ د خزانې وزير د نړيوال بېنك صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه۔ د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر سره ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير د هېواد په پرمختګ او سماجي سوكالۍ كښې د نړيوال بېنك د كردار او مرستې ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې آسيائي پرمختيائي بېنك سره د پاكستان د همكارۍ په مضبوطولو او سباؤن كښې فنانسنګ منصوبو لپاره د فنډز ريليز كولو په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ په دې مهال د ډوېلپمنټ فنانس کارپورېشن سي اي او سره ملاقات كښې په پاكستان كښې د كارپورېشن په سرمايه كارۍ كښې پراختيا سره د اړوندو چارو جاج واخستلے شو۔ سکاټ ناتھن هېواد ته د پېښو معاشي ??سئ??و د حل كولو باور وركړو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل حكومت د نجي څانګې سرمايه كارۍ او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ??لا??يت او استعداد څخه ګټه پورته كولو له د مالياتو د عصري ماډلز ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل كاروبار او سرمايه كارۍ ته وده وركولو ته حكومت تر ټولو زياته پاملرنه كوي او په هېواد كښې سرمايه كاري كوؤنكو لپاره به هر ډول آسانۍ برابرولې شي۔ په ملاقاتونو كښې د خزانې سېكرټري امد الله بوسال او د پاكستاني پلاوي نورو غړي هم موجود وو۔
حكومت د نجي څانګې سرمايه كارۍ او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ صلاحيت او استعداد څخه ګټه پورته كولو له د مالياتو د عصري ماډلز ډاډګيرنه كوي٬ د خزانې وزير په واشنګټن كښې د ملاقاتونو په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج