اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد د فنكار يوسف خان (دليپ كمار) په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل دليپ كمار يو ځانګړے فنكار ؤ۔ د هغه ځاے څوك نشي اغستے۔ خپلو ملاقاتونو كښې ما هغه په زړه پورې شخصيت موندلے۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دعا وكړه چې لوي څښتن دې په حق رسېدلي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل