اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د اسلامي جمهوريه پاكستان وزیراعظم عمران خان د پاكستان ورځې ٬ 23 مارچ حوالې سره د قام په نامه خپل پېغام كښې وئيلي دي مونږ له به د قائداعظم محمد علی جناح ښودلې شويو د ”اتحاد، ایمان اور تنظیم” په اصولو عمل كول وي۔ زمونږ وژن پاكستان د مدينې منورې رياست په ډول يو حقيقي جمهوري فلاحي رياست كښې بدلول دي۔ زمونږ عظيم قوم په تېر وخت كښې د يو والي او عزم د لارې د سختو نه سختو چېلنجونو مقابله كړې ده۔ نن به مونږ له هم ددې وباﺀ مقابله كولو له مضبوط ودرېدل وي كومې چې ګرده نړۍ خپله ولقه كښې اخستې ده۔ وزیراعظم ووئيل 23 مارچ ، 1940 يوه يادګاره موقع وه كله چې مسلمانانو د هندوتوا جبر او غلامۍ نه آزادي ترلاسه كولو له د يو جلا وطن جوړولو پرېكړه وكړه۔ نن مونږ د قام پلار او د تحريك آزادۍ هغه لارښودو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ كومو چې د برطانوي هند مسلمانان جمع كړل او د يو آزاد هېواد ترلاسه كولو له ئې هڅې وكړې چې په نتيجه كښې ئې په 14 اګست 1947ء د نړۍ په نقشه پاكستان جوړ شو۔ هغه وووئيل په دې ورځ مونږ د مقبوضه كشمير اولس سره هم د يو والي څرګندونه كوؤ كوم چې د هندي سېكورټي فورسز لخوا بدترينې رياستي ترهګرۍ سره مخ دے۔ مونږ د هغوي مړانې ته سلام وړاندے كوؤ او د دې لوظ پخلے كوؤ چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتؤ۔ هغه ووئيل د دې ورځې لمانځلو سره به مونږ له د قائداعظم محمد علی جناح ښودلې شويو د ”اتحاد، ایمان اور تنظیم” په اصولو عمل كول وي۔ زمونږ وژن پاكستان د مدينې منورې رياست په ډول يو حقيقي جمهوري فلاحي رياست كښې بدلول دي۔ زمونږ عظيم قوم په تېر وخت كښې د يو والي او عزم د لارې د سختو نه سختو چېلنجونو مقابله كړې ده۔ نن به مونږ له هم د دې وباﺀ مقابله كولو له مضبوط ودرېدل وي كومې چې ګرده نړۍ خپله ولقه كښې اخستې ده۔ هغه ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو مونږ به د ازمېښت په دې وخت كښې كامياب شؤ۔ نن به مونږ له پاكستان كښې د قانونۍ سرلوړي٬ د مېرټ برلاسي باوري كولو او د مدينې منورې په ډول د خپلو هېواد انسان دوست ٬ ترقي پسند او سوكاله رياست جوړولو له د خپل لوظ پخلے كول وي۔ لوئے څښتن دے مونږ له په دې آزمېښتونو كښې د مضبوط ودرېدو توفيق راكړي۔
د وزيراعظم عمران خان د پاكستان ورځې 23 مارچ 2021ء په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado