اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين د احساس پروګرام ستائنه كولو سره وئيلي دي دا پروګرام په نړۍ كښې د سماجي تحفظ تر ټولو لوي پروګرام دے او آئي اېم اېف، ورلډ بينك او اېشين ډوېلپمنټ بينك پشمول مهمو پرمختيائي شراكت دارو د دې پروګرام ستائنه كړې ۔ده دا خبره د وزيراعظم خاص مرستيالي او د بي آئي اېس پي چئيرپرسن ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات كښې وكړه۔په دې موقع خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود او د خزاني سيكرټري هم موجود ؤ۔ ډاكټر ثانيه نشتر وفاقي وزير د كوويډ 19 په تناظر كښې د احساس هنګامي كېش پروګرام او مستحقو ميرمنو له د روپو وركولو تګلاري څخه خبر كړو۔ ده ووئيل دا مهال يو كروړ 50 لكهه مستحقو كورنيو له 12 زره روپۍ امداد وركړے كيږي۔ خاص مرستيالي احساس پروګرام څخه د مستفيد شوو په يوټيليټي سټور او ځائي سټورز د لاري په رعايتي بيعه د روزمره استعمال ضروري څيزونو وركولو تګلاري څخه هم خبر كړو۔دې ووئيل د دې اقدام مقصد د ټولني غريبو او كمزورو طبقو اعانت كول دي او په دې كښې د غريبو ميرمنو خپلواكه كولو ته پام لرنه شوې ۔د خزاني وزير شوكت ترين احساس پروګرام ستائلو سره ووئيل دا پروګرام ټوله نړۍ كښې د سماجي تحفظ تر ټولو لوي پروګرام جوړ شوے او د آئي اېم اېف، ورلډ بينك او اېشين ډوېلپمنټ بينك پشمول مهمو پرمختيائي شراكتدارو دا پروګرام ستائلے دے
احساس په ټوله نړۍ كښې د سماجي تحفظ تر ټولو لوي پروګرام دے، آئي اېم ايف، نړيوال بينك او اېشين ډوېلپمنټ بينك پشمول مهمو پرمختيائي شراكت دارو دا پروګرام ستائلے دے،د شوكت ترين ډاكټر ثانيه نشتر سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados