اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي په ټولنه كښې تقسيم پېدا كول او زهر خپرول د افسوس وړ كار دے٬ په ناوړه خبرو او ټوپك قامونه نه جوړېږي٬ د اعلٰې اقدارو٬ تحمل او د زغم په وده قامونه جوړېږي٬ زلمي كول له به خپل صلاحيتونه پاكستان عظيم تر جوړولو لپاره كارول وي٬ مونږ د زلمو او انجونو په تعليمي پروګرام اربونه روپۍ خرڅ كړي٬ ځوانانو لپاره نور اقدامات كوٶ، مونږ ډوبېدونكې معيشت د ډيفالټ كېدو نه بچ كړے ٬ پاكستان وسائل لرونكے هېواد دے٬ خو په 75 كالونو كښې د دې نه ګټه نه ده اخستې شوې٬ د منصوبو په وخت نه ترسره كېدو سره قامي خزانې ته د اربونو روپو زيان رسېدلے ۔ د زيارت په ورځ ځوانانو لپاره د پرمختګ اقدامات پېل پحقله تابيا كرې دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير دې پروګرام پېل كولو سره د پاكستان د ځوانانو بيا خدمت شروع كړے، د پاكستان د آبادۍ لوبه برخه په ځوانانو مشتمل ده٬ د مسلم ليګ ن په دور كښې د هېواد ځوانانو لپاره شاندار پروګرام ترتيب كړے شوے ؤ ، كوم چې د مياں نواز شريف په مشرۍ كښې په كاميابۍ سره سرته رسولے شوے، ده ووئېل پنجاب ايجوکيشن انډوومنټ فنډ هم په دې پروګرامونو كښې شامل ٶ چې له مخې ئې 20 اربه تعليمي سكالرشپس ځوانانو ته وركړے شوي۔ ده ووئيل د دې پروګرام په سبب د لكهونو په شمېر كورنۍ خپلواكه شوې٬ د دې نه علاوه لېپ ټاپ پروګرام نن هم اولس ته ياد دے٬ په ھغه دور كښې په دې پروګرام تنقيد كېدو چې ځوانانو ته رشوت وركړے كېږي، ده ووئېل كه نن مونږ ماضي ته نظر وكړو نو د لكهونو په شمېر هلكان او جينكۍ په عزت سره روزګار كوي۔ ده ووئيل لوړو زده كړو لپاره مونږ زده كوٶنكي بهر لېږلي٬ 600 انجونه مو د چين ژبه زده كولو لپاره چين ته لېږلې وې او دغه جينكۍ په سي پېك كښې د مترجم په توګه كار كوي٬ وزيراعظم ووئېل مونږ په مېرټ 75 زره ګاډي وركړي او نن 40 زره كسانو ته انټرن شپ او پرمختګ كوٶنكو ضلعو څخه 20 زره انجينئرز ته انټرن شپ وركړے كېږي۔ ده ووئيل مونږ ډوبېدونكې معيشت د ډيفالټ كېدو نه بچ كړے٬ د دې نه پس د سېلاب له امله د پاكستان معيشت ته زيات زيان رسېدلے٬ دا مهال 66 اربه روپۍ د بي آئي اېس پي له مخې ځپليو ته د 25 زره روپو كورنۍ په سر وركړې كېږي، دا فنډز وفاق وركړے او د دې نه علاوه خېمې٬ كمبلې٬ داروګان٬ مچهر دانۍ٬ د څښلو اوبو پشمول د اربونو روپو د مرستې سامان ځپليو ته وركړے كېږي٬ ده ووئېل د ژمي موسم كښې ونټر ټېنټ وركړے كېږي، زمونږ دوست هېوادونو هم مونږ بشپره مرسته كړې٬ امريکا، برتانيه، يورپي يونين سره سره ټولو زمونږ مرسته كړې خو زيان دومره زيات دے چې اوس هم مونږ ته فنډز پكار دے ٬ دې لپاره وفاقي فنډز استمعالوٶ۔ ده ووئيل دوه كاله د لندن يوې اېجنسۍ څخه د مني لانډرنګ تحقيقات كېږي٬ قامي مفاد مونږ مخې ساتو ٬ دې لپاره هر ګام اخستو له تيار يو٬ نواز شريف پاکستان او رياست بچ كولو لپاره خپل سياست يو خوا اېښودے ٬ پاكستان لپاره مونږ خپل سياست بيا بيا قربانولې شو٬ ده ووئېل په ماضي كښې چې كوم طرز عمل اختيار كړے شوے دغسې سره قامونه نه جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل نن چې مونږ ته كوم چېلنجونه رامخئ ته دي د دې به څنګه لاره نيول وي دې لپاره كار كول دي٬ په هر چيلنج كښې موقعې هم وي٬ ده ووئيل پاكستان د افغانستان د لارې د مېنځنۍ اسياء رياستونو سره د رېل د لارې روابط جوړول غواړي،په دې زما د قزاخستان دورې په مهال خبرې شوي ٬ دې لپاره به لوي څښتن وسائل پېدا كوي٬ وزيراعظم ووئيل وژن او ولوله چې نه وي نو سره زر هم خاورې كېږي او چې وژن او ولوله وي نو خاورې هم زر كېږي، ده ووئېل ﷲ پاك پاكستان له ډېر وسائل وركړي، د ريکوډك منصوبه واخلۍ٬ دې څخه د يوې روپۍ آمدن نه دې ترلاسه شوے٬ د اربونو روپۍ خرڅ كړې شوې٬ د منصوبو په بشپړتيا كښې تاخير سره قامي خزانې ته زيان رسيږي ،ځكه خو دا قام د كچكول نه نشي خلاصېدے ٬ ده ووئېل پاكستان به پخپلو پښو اودرولو لپاره جوړ شوے۔ وزيراعظم د پاکستان قام او ځوانانو ته خواست وكړو چې قابليت د خداے وركړه ده ٬ كه دې سره محنت شامل شي نو د كاميابۍ سفر هېڅوك نشي ايسارولې٬ مونږ پاكستان يو عظيم هېواد جوړول غواړو٬۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال هم خطاب وكړه
په ټولنه كښې تقسيم پېدا كول او زهر خپرول د افسوس وړ كار دے٬ په ناوړه خبرو او ټوپك قامونه نه جوړېږي٬ زلمي كول له به خپل صلاحيتونه پاكستان عظيم تر جوړولو لپاره كارول وي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی