اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) نېشنل انسټيټيوټ آف هيلتھ ’’اين آئي ايچ‘‘ وئيلي دي چې ټول هېواد كښې تيرو 24 ساعتونو په مهال 13 زره 412 كورونا ټيسټونه شوې دي۔د ګل په ورځ د اين آئي ايچ د اړخه جاري شوې ټويټ كښې شيئر كړې شوې شميرې له مخې تيرو 24 ساعتونو په مهال 13 زره 412 كورونا ټيسټونه شوې دي چې پكښې د 382 كسانو كورونا ټيسټ مثبت راغلې۔دغسې تيرو 24 ساعتونو كښې شوې مثبت كورونا ټيسټونو شرح 2.85 فيصده وه۔ دې نه ځانله په دې مهال د كورونا وائرس له امله دوه رنځوران مړه شوې دي دغسې د 87 رنځورانو حالت اندېښمن دې۔
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ