كراچي 16اپرېل(اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)چيئرمېن او پخواني وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كوم هېواد خلاف نه يو ٬د بهرنيو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔د خالي په ورځ كراچۍ كښې يوې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل زمونږ احتجاجي تحريك پرامن دے٬مونږ سمدستي ټول ټاكنې غواړو۔ده د تحريك انصاف په كاركنانو زور راوړو چې د تحريك په مهال پرامن احتجاج رېكارډ كړې ۔ده ووئيل نه د هند خلاف يم٬نه دج اروپاﺀ او امريكې٬زه ټولو سره ملګرتيا كول غواړم خو د چا غلامي نه غواړم۔ده تور ولګولو چې زما حكومت د امريكې نامعلومه سازش په سبب ختم شوے۔ده ووئيل چې زه د سپرېم كورټ د پريكړې څخه مايوسه شوے يم۔ده ووئيل مونږ كوم قانون نه دې مات كړے او د كركټ لوبو په ورځو كښې په كوم مېچ فكسنګ كښې ككړ نه ووم۔ده ووئيل ما د عدليې د آزادۍ لپاره هلې ځلې كړي او مشرف زه زندان ته لېږلے ووم۔ ده ووئېل زه هغه سياستمدار يم چا چې كله هم د كوم قانون خلاف ورزي نه ده كرې او سپريم كورټ زه صادق او امين ګرځولے يم۔په دې موقع عمران خان د زيارت په ورځ په مينار پاكستان لاهور د جلسې كولو اعلان هم وكړو
د كوم هېواد خلاف نه يو ٬بهرنو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔عمران خان
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ