اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان نګران وزيراعظم لپاره د سپريم كورټ د پخواني چيف جسټس ٬ جستس (ر) ګلزار احمد نامه تجويز كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزیراعظم د 1973 آئین آرټیکل 224(1، اے) له مخې د نګران وزيراعظم په حېث غور لپاره د جسټس (ر) ګلزار احمد نامه تجويز كړې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په 3اپرېل د قومي اسمبلۍ تحليل كولو نه وروستو وزیر اعظم عمران خان او د مخالفې ډلې مشر محمد شهباز شريف ته د نګران وزيراعظم لپاره مناسب شخصيات نومولو لپاره خط لېږلې وو۔ صدر مملكت دغه خط د آئین آرټیکل 224(1، اے ) له مخې ليكلې وو۔
مضمون کا ماخذ : کڑک