اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) كشمير او ګلګت بلتس??ان چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار قمر زمان کائرہ وئيلي دي پاکس??ان د کشمير پحقله پخپل موقف هغسې قائم دے او يو انچ به شاته نه شي ، قامونه خپل تهوارونه عمر له د يو خاص مقصد له مخې لمانځي او خپل منزل ته رسېدو لپاره په پېړيو هڅې كوي۔ په انسټي ټيوټ آف ريجنيل اسټډيز كښې د ” کشمير هند متوقع الحاق” په سرخط وېنا كښې ده ووئيل پاكس??ان عمر له د كشميريانو موقف تسليم كړے بلكې كله ئې ??م دا د كشمير مسئله نه ده ګڼلې بلكې د پاكس??ان مسئله ئې ګڼي ٬ ده ووئېل ګورنمنټ كه هر يو وي او كه هر ګوند په اقتدار كښې وي د كشمير پحقله د پاكس??ان موقف تل يو پاتې شوے٬ ده ووئيل هند عمر له د ظلم او جبر د لارې د كشمير د جغرافيائي حالاتو مسخ كولو هڅه كړې ٬ نن ئې ??م دا پاليسي ده چې كشمير نړيوالې منظر نامې څخه لرې كړې شي او دې لپاره ھغوي سټيزن شپ او د ډومېسائل قوانين كښې بدلون كوي۔ ده ووئيل د پاکس??ان پيپلز پارټۍ بنيادونه د كشمير په كشاله٬ د خواري كښو٬ كروندګرو او اقلتونو په حقونو ولاړ دي ٬ زمونږ ګوند د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې ۔ د خبريال ارشد شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكس??ان حكومت په ټولو چارو ژور نظر لري۔ په دې مهال دستورې ته د كشمير يوتھ الائنس صدر طاهر مجاهد هم وېنا وكړه
پاکستان د کشمير په اړه پخپل موقف قائم دے او يو انچ به شاته نه شي۔ قمر زمان کائرہ
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج