اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي د نېب په قانون كښې 80 فيصده تراميم هم هغه دي كوم چې د عمران خان په دور كښې د آرډيننس د لارې شوي٬د نېب په قانون كښې په 24 بدلونونو اسمبلۍ كښې په ساعتونو بحث شوے٬د بدلود بل په اړه صدر مملكت په اعتراضات هم غور شوے٬بدلون د اعلٰی عدليې په وېنا او د آئين له مخې شوے۔نېب د شهباز شريف په ضد هېڅ ثابت نه كړے شول٬تېر حكومت كښې د نېب قوانين سياسي مخالفين ديوال سره د لګولو لپاره كارولې كېدل۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ده ووئيل د نېب په قوانين كښې مهم بدلونونه شوي٬په دې 24 بدلونونو په اسمبلۍ كښې په ساعتونو بحث شوے٬نېب بدلون بل د اسمبلۍ څخه پاس شوے او د دې څخه وړاندې دا اووه مياشتې په قائمه كمېټۍ كښې ؤ او د بدلون بل په اړه د صدرمملكت په اعتراضات هم غور شوے ٬ ده ووئېل د پارليمان په شريكه غونډه كښې په دې تفصيلي بحث شوے۔صدر مملكت په 70 فيصد بدلون كوم اعتراض نه ؤ لګولے ٬په دې بدلونونو كښې د صدر مملكت يو دوه تراميم هم شامل كړی شوي۔ده ووئيل په نېب قوانين كښې تراميم په تېر حكومت كښې هم شوي ٬د موجوده حكومت په ترامي د نېب قوانين د نا سمه استعمال مخ نيوے شوے٬په نېب تراميم كښې يوه لويه برخه د اپوزېشن د تراميم ده
د نېب په قانون كښې 80 فيصده بدلونونه هم هغه دي كوم چې د عمران خان په دور كښې د آرډيننس د لارې شوي٬نېب قوانين سياسي مخالفين ديوال سره د لګولو لپاره كارولې كېدل ۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ