سانګله هل 11 نومبر(اے پی پی ) وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان پرمختګ او اولسي ښېګړی پروژې وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي چې ځينې خلك د پرمختيائي ايجنډې مخ نيوې غواړي٬ دوي تل زمونږ د پرمختيائي پروژو مخالفت كړے خو هغوي چرې هم بريالي شوي نه دي٬اولس نواز شريف سره دے او د پرمختګ ايجنډې مخ نيوي كونكو ملګرتيا به چرې ونه كړي۔ ده د جمعې پھ ورځ د فېصل آباد۔پنډي بهټياں موټروے د سانګله هل انټرچېنج پرانستې دستورې پھ موقع اولسي غونډې ته خطاب كولو۔پھ دې موقع ده سانګله هل لپاره د ګاز وركولو٬ننكانه صاحب كښې د 250 بستره روغتون د بنياد تيګه اېښودلو فېصل آباد ساهيوال ايكسپرېس وے جوړولو او د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 103 كليو ته د سوئي ګيس وركولو اعلان هم وكړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د حكومت پرمختيائي پروژو ذكر كولو سره ووئيل چې هغه وخت راتلونكې دے چې كور كور ته به برېښڼا او ګاز ورسي٬موټرويز به جوړې شي۔ ده ووئيل اوس به برېښنا هم ارزانه شي او كله چې برېښنا ارزانه شي نو اولس ته به د دې ګټھ وشي۔وزيراعظم ووئيل درې كاله وړاندې پاكستان ته پام وكړئ او د نن پاكستان وګورۍ نو فرق ښكاره دے۔ده ووئيل پاكستان څخه به بې روزګاري ختمه شي٬ځوانانو ته به روزګار ترلاسه شي٬د پاكستان څخه به غربي او جهالت ختم شي۔ ده ووئيل دې ډول اقداماتو سره حقيقت كښې د پاكستان پرمختګ كېږي ځينې خلق د دې پرمختګ مخ نيوې غواړي خو هغوي به چرې هم بريالي نه شي۔ دې وګړو تل زمونږ د پرمختيائي پروژو مخالفت كړے خو زمونږ ايجنډا مخ پھ وړاندې روانه ده۔ اولس نواز شريف سره دے او د پرمختيائي ايجنډې پھ لار كښې د خنډانو روالاړونكو سره ملګرتيا نه كوي۔ ده ووئيل د برېښنا او ګاز په پروژو كار روان دے تر 2018 به د ټول هېواد څخه لوډشېډنګ په بشپړه توګه ختم شي٬ دې ته پرمختګ وائي۔وزيراعظم ووئيل بايد اولس پوښتنه وكړي چې هغه څوك دي چا چې د برېښنا مسئلې پیدا كړې او نن څوك د پرمختګ د لارې مخ نيوې كوي دغه عناصر غواړي چې لوډشېډنګ ختم نه شي او نه برېښنا ارزانه شي خو وګړو پھ ډاګه كړې چې زموڼږ ايجنډا د كاميابۍ ايجنډا ده۔ وزيراعظم ووئيل د سي پیك سره د پاكستان نقشه بدلېږي اقتصادي راهدارۍ سره به يو نوې دور پیل شي
د پاكستان پرمختګ او اولسي ښېګړې ته پام لرنه كوو٬ځينې خلك د پرمختيائي ايجنډې مخ نيوې غواړي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت