پنډدادنخان 13 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اتوار په ورځ په نوشكي ، پنجګور كښې ?? ترهګرې په بريد كښې ?? پاك پوځ د شهيد شوي ځوان بابر حفيظ كور ته لاړو او د شهيد پلار محمد حفيظ سره ئې غمرازي وكړه. په دې موقع په خپلو خبرو كښې ?? اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې بابر حفيظ شهيد په مړانه د ترهګرو مقابله كړې ده، هېواد او قوم لپاره به د دې قرباني ??ل ياد ساتلې شي. ده ووئيل چې د غم په دې وخت كښې ?? بابر حفيظ شهيد كورنۍ سره يو. د شهيدانو د كورنيو حوصلې لوړې دي، مونږ د خپلو شهيدانو د وينو مقروض يو. ټول پاكستان د دې كورنيو احسان مند دے. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د شهيدانو قربانې به نه بې ځايه كېږي، د پاكستان رياست او حكومت ب ه د شهيدانو د وينې د يو يو څاڅكي حساب اخلي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې بابر حفيظ شهيد ته لوړې درجې او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاك پوځ د شهيد شوي ځوان بابر حفيظ كور ته لاړو، د شهيد پلار سره د غمرازې څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔