اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پټروليم او قدرتي و??ېلو وفاقي و??ير غلام سرورخان وئيلي دي د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې راروانې ته وړاندې كوٶ٬ د پټروليم مصنوعاتو د بيعې ټاكنه به د نړيوالو منډيانو او ټېكس تر مخه كول?? شي٬ پي پي اېل په سانګهړ كښې د تېلو كوهې لټولې چې هره ورځ به ترې 91 بېرل تېل ترلاسه كېږي٬ هېواد كښې د تېلو پېداوار 15 فيصده دے او 85 فيصده درآمد كول?? شي ٬ كرپشن به په هېڅ ډول ونه زغموو٬ سركاري ګاډې به نه كاروم٬ د وزارت چارواكي دې په 19 ساعتو كښې زياتې ګاډې وزارت او اړوندو څانګو ته واپس كړي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي و??ير د جمعې په ورځ په پټروليم وزارت كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔ وفاقي و??ير ووئيل زه د وزارت د ذيلي څانګو پحقله بريفنګ غواړم٬ زياتره كمپنۍ په اېډهاك ازم ساتلې شوې ۔ وفاقي و??یر ووئيل د يوې څانګې چيف اېګزېكټو ته د بلې كمپنۍ ذمه وارۍ وركړې شوې ٬ ځېنې چوكۍ خالي هم وې٬ چرته چې چا سره دوه چوكۍ دي ھغه به ختمول?? شي٬ خالي چوكۍ به خا?? پروفېشنل ته وركول?? شي۔ ده ووئيل مونږ ډېرو لويو چېلنجونو سره مخ يو دا يو ټېكنيكل وزارت دے٬ زمونږ مقصد څيزونه سمول دي٬ مونږ به د خپل مشر پېروي كوٶ او زه به هم يو سركاري ګاډې نه ساتم۔ ده ووئېل د وزارت او ټولو كمپنو خرڅونه به كموٶ٬ مونږ له د پاور لاسز ?? كمولو هڅې كولې دي٬ كرپشن به نه برداشت كوٶ ٬مونږ له په مثبت سوچ مخ په وړاندې تلل دي ، پرېكړې به په اجتماعي توګه كوو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځېنې لوظنامې پټې ساتلې شوې ٬ ټولې لوظنامې به پخپله ګورم او دا به په وېب پاڼه هم لوډ كوٶ٬ كېد?? شي چې د نېب نه وړاندې مونږ خپله كاروائي وكړو
د پټروليم وزارت لوظنامې به د كابېنې رارونې غونډې ته وړاندې كوٶ
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ