اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پارليماني پلاوي سره په يمن كښې د قانوني حكومت بحالۍ لپا??ه د سعودي په مشرۍ كښې جوړ شوي د پوځي اتحاد د هېډكوارټرز دوره وكړه۔د پوځي اتحاد مشر لېفټيننټ جنرال شهزاده فهد بن تركئي بن عبدالعزيز السعود د متحده ځواكونو په اړه د سېنېټ پلاوي ته بريفنګ وركړو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن د پوځي اتحاد د مشر لخوا د پلاوي په هركلي او مېملستيا كولو مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې اسلامي امت په دې وخت كښې د ترهه ګرۍ پشمول يو شمېر ستونزو سره مخ دې٬سعودي څو ځله د ترهه ګرۍ كورنيو او بهرنيو كاروائيو سره مخ شوې۔ده ووئيل چې پاكستان تل د ترهه ګرۍ غندنه كړې٬پاكستان به د دې مسئلې حل لپا??ه د سعودي ملاتړ روان ساتي۔د سېنېټ چيئرمېن د دې نه پس خپل پلاوي س??ه د رياض نه مدينې منورې ته لاړو٬په مدينه منوره كښې د شورا كونسل ا?? د ??دينې د والي د دفتر اعلٰی چارواكو د دوي هركلے وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن ا?? د ??لاوي غړو د سهر لمونځ په مسجد نبوي كښې ادا كړو۔دوي د هېو??د پرمختګ او خوشحالۍ لپا??ه دعا وكړه
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پارليماني پلاوي سره په سعودي كښې د پوځي اتحاد د هېډكوارټرز دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada