اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو اعلٰې قيادت پاكستان او د هند ترمېنځه اړے ګړے كمولو او د خبرو اترو بيا پېل كولو غوښتنه كړې ده ۔ دا غوښتنه د ملګرو ملتونو دوهم عمومي سېكتر جان الیاسن ، سياسي چاروا لپاره انډر عمومي سېكتر جېفري فېلمېن او نومولي عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېز د وزيراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار طارق فاطمي سره د خبرو په مهال كړې۔د ملګرو ملتونو اعلٰې قيادت ته د سوئيلي اسياء او د افغانستان په وضعه او د ترهه ګرۍ مخنيوي د اقداماتو پحقله بريفنګ هم وركړې شو۔ طارق فاطمي د ملګرو ملتونو نومولي عمومي سېكتر انتونیو ګوټرېز سره د خېر??ګا??ۍ ملاقات وكړو څوك چې د جنورۍ په وړومبۍ نېټه ??پل?? ذمه وارۍ تر لاسه كوي۔ ده د وزیر اعظم نواز شریف لخوا د مباركۍ پېغام هم ورسولو او هيله ئې څرګنده كړه چې د پاكستان او ملګرو ملتونو تر مېنځه به ګټوره مرسته روانه ساتلې شي۔ طارق فاطمي په ملګرو ملتونو كښې د عرب هېوادونو سفيرانو سره هم ملاقاتونه كړې۔ طارق فاطمي د ملګرو ملتونو اعلٰې قيادت په مقبوضه کشمیر كښې د هندي ظلمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه خبر كړو۔ ده ووئيل هند د مقبوضه كشمير صورتحال څخه د نړۍ پام لرې كولو له په اېل او سي او وركنګ باٶنډري پرله پسې د ډز بندۍ خلاف ورزي پېل كړې كومو كښې چې ګڼ شمېر سويلين شهيدان او ژوبل شوي دي۔ طارق فاطمي د افغانستان پحقله ووئيل پاکستان افغانستان كښې د سولې ثبات ټيكاٶ له خپل كردار ترسره كولو له چمتو دے٬ ده ووئېل پاكستان د كډوالو هېواد ته د ستنېدو نيټه پراخه كړې او د ھغوې په عزت سره ستنېدو له هڅې كوي۔ د وزيراعظم سلاحكار د ملګرو ملتونو مشران پاكستان كښې د جمهوري استحكام ٬ اقتصادي بحالۍ ٬ پرمختګ او د ترهه ګرۍ مخنيوي له د هلو ځلو پحقله هم خبر كړه۔
طارق فاطمي د ملګرو ملتونو دوهم عمومي سېكتر٬ سياسي چارو لپاره انډر عمومي سېكتر او نومولي عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېز سره وليدل
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز