اس??ام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)د صنعت او پیداوار وفاقي وزير غ??ام مرتضٰی جتوئي وئېلي دي حكومت په هېواد كښې د صنعت او پېداوار څانګو پرمختګ لپاره جامع اقدامات كوي٬ د سي پیك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو جوړولو سره به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي۔دا خبرې ده د شورو پھ ورځ د پرېس انفارمېشن آفيسر محمد سليم بېګ لخوا جوړی كړی د مېلمستيا دستورې نه پس خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې وكړی۔په دې موقع د صنعت او پیداوار وزارت او د ذيلي ادارو مشران او دانفارمېشن ګروپ اعلٰی افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د اولس بهترۍ او هېواد پ?? اقتصادي توګه قوي كولو لپاره د صنعتي څانګې پرمختګ او ودې ته خاص پام لرنه كوي۔د پیداوار اضافې لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي او نتيجې يې هم راوځي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت د سټېل ملز ښھ كولو لپاره كار كوي۔ده ووئيل د پیداوار اضافې سره سره ويليو اېډېشن ته هم مونږ پام كوو دغسې معياري پیداوار باوري كولو لپاره هم كار روان دے
سي پیك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو جوړولو سره به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری