اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ته د كاناډا٬آسټريا٬سوريې٬سربيا او سلوواك ريپبلك نوو نومولے شوو سفيرانو په ايوان صدر كښې د يوې دستورې په مهال خپل سفارتي اسناد وړاندې كړي۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د كاناډا ??ائ?? كمشنر لیسلی سکینلون، د آسټریا نومولې سفیرې مسز اینډریا وِک، د سوريې سفیر ډاكټر رمیز الراعی، د سربیا نومولې سفیر ډریګن ټوډورووِک او د سلوواک ریپبلک سفیرلاډیسلاو بالیکن صدر سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔صدر مملكت د كاناډا سفيرې سره په خبرو كښې ووئيل پاكستان او كاناډا د ورورولۍ اړيكې لري٬پاكستان كاناډا سره د معيشت٬تجارت او سرماي?? كارۍ په څانګو كښې د مرستې خوښي لري٬په پاكستان كښې لويې اقتصادي صلاحيت او د سرماي?? كارۍ موقعې موج??د دي۔ده ووئيل د كاناډا كاروباري ادارو ته په پاكستان كښې د موجودو موقعو لټولو ترغيب وركول پكار دي ٬ ده ووئبل د ريكوډك منصوبې تصفيه يو مثبت پېشرفت دے ۔هيله ده چې دې څخه به پاكستان كښې د كاناډا سرماي?? كارو لا ډاډګيرنه وشي۔صدر مملكت سره د كاناډا ??ائ?? كمشنر په ملاقات كښې خارجه سېكرټري هم موجود ؤ ۔دغسې په پاكستان كښې د آسټريا سفير اينډروياوك هم د صدرمملكت سره ملاقات كړے ۔ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان آسټريا سره اړيكو ته دوه اړخ??زه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې اهميت وركوي۔د پاكستان سرماي?? كارۍ نظام څخه د آسټريا كمپنو ته ګټه پورته كول پكار دي۔صدر مملكت ووئيل د آسټريا كمپنۍ دې په پاكستان كښې په خاص اقتصادي زونز كښې په سرماي?? كارۍ كولو غور وكړي٬په پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه موقعې موج??د دي۔دغسې صدر مملكت سره د سوريې سفير ډاكټر رميز الرائي هم ملاقات كړے۔ده د پاكستان او سوريې ترمينځه په مختلف كچه د سباؤن د رابطې په ضرورت هم زور راوړو او وې وئېل د سوريې سره د پاكستان اړيكې ګڼ اړخ??زه او ژورې دي۔صدر مملكت د سوريې حكومت لخوا د پاكستاني زائرينو لپاره د ګروپ ويزا پرانستلو د ملګرتيا اقدام وستائېلو۔د سربيا غېر استوګن سفير دراګان تودوروك هم د صدر مملكت سره ملاقات كړے۔صدر ووئيل دواړو هېوادونو ته دوه اړخ??زه اقتصادي او تجارتي اړيكو لا قوي كولو لپاره د كار كولو ضرورت دے ٬سربيا د پاكستان افرادي قوت څخ?? كارپورېټ سېكټر كښې استفاده كولې شي۔ډاكټر عارف علوي سره د سلوواك ريپبلك سفير لاډیسلاو بالیک ملاقات كښې صدر ووئيل هيله ده چې نامزد سفير به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخ??زه اړيكو ته پراختيا وركولو لپاره خپل كردار ادا كري۔صدر مملكت ووئيل د پاكستان سرماي?? كارۍ پالېسۍ لبرل دي۔د پاكستان سټارټ اپ او انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګه په تندۍ سره خپرېږي۔صدر ووئيل په خاص اقتصادي زونز كښې د سواك د سرماي?? كارۍ هركلے كوو
صدر ډاكټر عارف علوي ته د كاناډا٬آسټريا٬سوريې٬سربيا او سلوواك ريپبلك نومولو سفيرانو سفارتي اسناد وړاندې كړے شول
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر