اسلام آباد۔8فروری(اے پی پی) د آزاد كشمير صدر بېرستر سلطان محمود چوهدري وئيلي دي قوي پاكستان د كشمير د خپلواكۍ ضامن دے ٬ پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ګوته كړې ده ٬ هيله ده چې پاكستان به راروانه مياشت په اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) خارجه وزيرانو په غونډه كښې د كشمير مسئله په فعاله ډول پورته كړي٬ كشميري لارښودو سره د مشاورت او د آل پارټيز كنفرنس پرېكړې لمخې به د فرورۍ په 24 مه نېټه په اسلام آباد كښې يو لويې لاريون كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ د آزاد جموں و کشمیر صدر ووئيل هند په مقبوضه سيمه كښې د حريت كنفرنس ټول قيادت په زندانونو كښې بند كړې دې۔ هغه ووئيل د هندي حكومت د 5 اګست اقدام په ضد د پاكستان حكومت او وزيراعظم عمران خان سخت غبرګون څرګند كړې دې ، وزیراعظم پخپله آزاد كشمير اسمبلۍ ته راغلو او هغه دا ښكاره اعلان وكړو چې زه به د كشمير سفير جوړېدو سره د نړۍ په هر يو فورم د كشمير مسئله پورته كوم۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې او د بهرنيو هېوادونو دورو په مهال د كشمير مسئله په بشپره ډول پورته كړه٬ دغسې وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مهال هم د چين مشرتابه سره په دې مسئله خبرې وكړې۔ د آزاد كشمير صدر ووئيل د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كولو له به د آل پارټيز كنفرنس پرېكړی او د كشميري لارښودو مشاورت نه وروستو په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د روانې مياشتې په 24 مه نېټه يو لويې لاريون ويستلې شي۔ هغه ووئيل پاكستان په تېر وخت كښې هم د كشمير مسئله د او آئي سي په غونډه او د نړۍ په نورو فورمونو پورته كړې او د روان كال مارچ مياشت كښې به هم د اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو په غونډه كښې د كشمير مسئله په بشپره ډول پورته كړي۔
قوي پاكستان د كشمير د خپلواكۍ ضامن دے ٬ پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښی د كشمير مسئله په بشپړه توګه په ګوته كړې ده۔ د كشمير په اړه به د فرورۍ په 24 مه نېټه په اسلام آباد كښې لاريون كېږي۔ د بېرسټر سلطان محمود چوھدري اے پي پي سره خصوصي مركه
مضمون کا ماخذ : رومن دولت