اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت فياض ترين وئيلي دي نړيوال اقتصادي فورم د پاکستان د معاشي پيشرفت تائيد اوتوثيق كړے ۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د نړيوال اقتصادي فورم كنټري شراكتدار مشال د پاكستان پحقله خپل مسابقتي رپورټ كښې د ټولنې په معاشي توګه د كمزورو طبقو د ژوند معيار ښه كولو د هڅو اعتراف كړے ٬ په دغه رپورټ كښې وئيلي شوي د احساس پروګرام د لارې د پاكستان حكومت د انساني وقار او د سماجي اقدارو په اقدامات زور رواړي او په دې لړ كښې پاكستان د قائدانه نوعيت كردار لوبولے ۔ ده ووئيل نړيوال اقتصادي فورم د پاكستان د سباٶن په ترجيحاتو اډآنه پاليسيو اعتراف هم كړے، نړيوال اقصادي فورم وئيلي دي د غربت كمول٬ يونيورسل هېلته كيئر، ماحولياتي تحفظ، بشري وسائل او په سرمايه كارۍ كښې بهتري او د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره د اقداماتو په لړ كښې د پاكستان واكمنو قائدانه كردار لوبولے ۔ د خزانې وزير ووئيل د لنډې او اوږدې مودې پاليسيو جوړولو پحقله د پاکستان سکور ښكاره زيات شوے ده۔ ده ووئيل نړۍ د كرونا پحقله د سمارټ لاك ډاٶن پاليسو تائيد كړے پاکستان د انساني ځانونو او د كاروبار د تحفظ پاليسۍ خپلې كړې چې ښې نتيجې ئې رامخې ته كېږي
نړيوال اقتصادي فورم د پاکستان د معاشي پيشرفت تائيد اوتوثيق كړے۔ وفاقي وزير شوکت ترين
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش