اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان نن بيا هغه پخوانې ري??ار?? چلولې٬ هغه د خپلو تقريرونو د لارې خپل ځان بې وقوف جوړوي٬ ووايه د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال دې څومره د برېښنا پروژې ولګولې٬ ووايه 350 د اوبو بندونه چرته دي٬ِ عمران خان صاحب قوم ته ووايه انصاف بس چرته دے٬ ووايه د احستاب كميشن تالا به كله پرانيځې٬ عمران خان صاحب تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال د ژړا كولو٬ دروغ وئيلو او كنځلو كولو نه علاوه نور څه وكړل٬ عمران خان صاحب اوس خو به ان شاالله اورنج ټرېن هم ترسره شي٬ ستا به څه كېږي٬ عمران صاحب دې په راتلونكې وېنا كښې په خېبر پښت??نخ??ا كښې د خپل ح??وم?? په كاركردګې يوازې درې جملې ووائي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزير مريم اورنګزېب ووئيل چې عمران خان صاحب تا چې د تېرو څلورو كلونو په مهال څومره دروغ ووئيل كه دومره كار دې ??ړے و نو د خېبر پښت??نخ??ا خلقو به ستا په ضد د بني ګالا نه بهر احتجاجي مظاهرې نه كولې۔ هغې ووئيل چې عمران صاحب ټول قوم ستا كرپشن٬ مني لانډرنګ٬ د جوارې پېسو٬ د ګوند فنډنګ٬ په پارلمان بريد ٬ په پي ټي وي برېد كسېونو كښې د ترهګرې د مخ نيوي عدالت٬ د ټاكنو كميسون او سترې محكمې ته ګوري۔ هغې ووئيل چې عمران صاحب ته د پاكستان او په خاص توګه د كے پي كے د اولس نه د كوم څيز بدل اخلې۔ وفاقي ح??وم?? د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ستا د برخې كار هم كړے٬ ځكه چې ته خو د كانټينر څخه نه راكوزېدے۔ هغې ووئيل چې عمران صاحب كه تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال په خپلو مشورو هم عمل ??ړے و نو د خېبر پښت??نخ??ا د خلقو حالت به ښه و۔ عمران صاحب په خېبر پښت??نخ??ا كښې دې مېټرو او بس سروس خو پېل نه ??ړے شو اوس خو ركشه سروس پېل كړه۔ عمران صاحب به په راتلونكې غونډه كښې وشمېري چې د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ئې څومره دروغ وئيلي دي۔
د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز