اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشر سناتور عبدالقيوم وئېلي دي په س??نېټ كښې د حلقه بنديو په اړه د بل منظورۍ لپاره بايد مخالفه ډله د حكومت ملګرتيا وكړي۔د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل په تېر وخت كښې ټولو ګوندونو په ټول ګونديز كنفر??س كښې ګډون كولو سره د نېشنل ايكشن پلان په منظورۍ كښې برخه اخستې وه او بايد پخوانې اولس مشر آصف علي زرداري پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره ملاقات وكړي۔د جمهوريت په لوظ نامه په تېر وخت كښې پي پي پي عمل كړی او اوس پرې مسلم ليګ(ن)عمل كوي۔ده ووئيل په س??نېټ كښې حكومت اكثريت نه لري ??ې د حلقه بنديو بل منظور كړې شي۔دې لپاره د مخالفې ډلې د ګوندونو مرسته پكار ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په هېواد كښې جمهوريت شته خو لارې بندول جمهوريت نه دے٬په امريكا او برتانيه كښې هم احتجاج كېږي خو څوك د لارې بندولو جرات نشي كولې۔ده ووئيل بايد د اولس ستونزې په نظر كښې ساتلو سره د احتجاجې ناستې د ختمولو اعلان وكړې شي ٬حكومت د دوي جائز غوښتنې منلو لپاره تيار دے۔ده ووئيل خبرې اترې روا??ې دي او هيله ده چې ډېر زر به ئې نتيجه راوځي
په سېنېټ كښې د حلقه بنديو په اړه د بل منظورۍ لپاره بايد مخالفه ډله د حكومت ملګرتيا وكړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ