د ايوان تر ټولو لوے كار خپل تقدس او عزت بحالول دي۔ شاهد خاقان عباسي


اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) نوې ټاكل شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د ايوان تر ټولو لوے كار خپل تقدس او عزت بحالول دي۔ مخالفه ډله٬پوځ٬استخبارتي ادارې٬عدليه او د كاروباري كسانو پشمول ټولې ادارې په يوه كشتۍ كښې دي۔ كه په كشتۍ كښې سورې وشو نو ټول به چپھ شي٬ 45 ورځو له راغلے يم يا 45 ساعتونو له٬د 45 مياشتو كار به كوم٬ د آټومېټك وسلو لائسنس به بېرته اخستلو سره ??ګړ?? له روپۍ وركولې شي٬په هېواد كښې معياري تعليم ته اړتيا ده٬د خپلو وسائل ترمخه به معياري رو??تو?? جوړو٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام دائره به هم پراخا كولې شي٬د يكم نومبر نه پس به په هېواد كښې لوډشېډنګ نه كېږي٬د موټروے او رېلوېز ښه نظام به جوړولې شي٬د نواز شريف كراچۍ له پیكج لوظ به پوره كولې شي٬ټېكس وركول كوم آپشن نه بلكې قانوني تقاضه ده٬د اولس وزيراعظم نواز شريف دې٬ د هغه قصور دا دې چې هغه هېواد اتومي طاقت جوړ كړې او په معاشي لحاظ يې قوي كړې٬مونږ د سپريم كورټ پرېكړه منلې خو د پاكستان اولس دغه پرېكړه مسترد كړې٬مخالفين به هم ګواهي وركوي چې نواز شريف چرې هم كرپشن نه دې كړې٬باور لرو چې د هېواد ح??يقي وزيراعظم به خپلې چوكۍ بېرته ضرور راځي٬يو لويې عدالت لګېدونكې دې چې پكښې به مخالفين هم ګواهي وركوي چې نواز شريف چرې هم كرپشن نه دې كړی۔ د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم ټاكل كېدو نه پس خپل وړومبي خطاب كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل د وزيراعظم ټاكل كېدو جمهوري عمل كښې په برخه اخستلو د ټولو غړو مننه كوم۔دا يوه جمهوري طريقه ده كومه چې خپله كړې شوې٬ده ووئيل د خپل ګوند مسلم ليګ(ن) پارلماني ګوند مننه كوم كوم چې زه دې منصب لپاره غوره كړې يم۔زه د ټولو غړو هم مننه كوم او د مخالفې ډلې هم او تر ټولو وړاندې د اولسي وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كوم چا چې زه دې چوكۍ لپاره غوره كړې يم۔د خپلو اتحاديانو هم مننه كوم۔د پي ټي آئي قيادت عمران خان او د پارلماني قيادت مننه كوم چا چې هره ورځ په خپلو كنځلو كښې مونږ شامل كړې يو۔ده ووئيل څلور ورځې وړاندې د سپريم كورټ پرېكړه راغله كومه چې مونږ منلې او په هغې مو عمل كړی خو د پاكستان اولس هغه نه ده قبوله كړی۔محمد نواز شريف وزيراعظم هاؤس پرېښودلې په هغه ورځ يې د پارلماني ګوند غونډه رابللې كوم هم اېم ا??ن اے چرته نه دې تلې۔ په 200 غړو كښې كوم هم د وزيراعظم كانديد نه وو د چا نامه چې نواز شريف اخستې هغه نن د ستاسو په وړاندې دې۔ده ووئيل ټول غړي دا خواهش لري چې دې چوكۍ ته راورسي خو پھ مسلم ليګ(ن)كښې كوم هم غړي دا نه دي وئېلې چې دې ځاې ته رسېدل غواړم۔شاهد خاقان عباسي ووئيل چې مونږ په غرونو كښې اوسېدونكي يو د هغوي څخه زيات شور كولې شو خو زمونږ دا تربيت نه دې٬زمونږ د لارښود دا امر دې چې د كنځلو ځواب په ښه ژبه وركړې شي۔څلور ورځو كښې دننه جمهوري عمل بېرته روان شو څوك هم تښتېدلې نه دې۔ده ووئيل د سيد نويد قمر مننه كوم چې هغه هم كانديد وو مونږ پھ يو ځاې تعليم ترلاسه كړې او په يوه كوټه كښې هم پاتې شوي يو خو د مخالفې ډلې مشر دوه وروڼه خپلو كښې وجنګول۔ ده ووئيل د ملتان اېم ا??ن اے به ګواهي وركوي چې نواز شريف چرې هم كرپشن نه دې كړې٬د پنډۍ اېم ا??ن اے څوك چې د نواز شريف په كابينه كښې وزير وو هغه هم او د اے اېن پي٬د جماعت اسلامي او د اېم كيو اېم غړي به هم ګواهي وركوي چې نواز شريف چرې هم كرپشن نه دې كړې۔ ده ووئيل چې د نواز شريف دا قصور دې چې هغه هېواد اتومي طاقت جوړ كړی٬معيشت يې قوي كړی٬د نواز شريف دا قصور دې چې هغه لس زره مېګاواټه برېښنا سسټم كښې شامل كړی٬اېل اېن جي ئې درآمد كړې۔ده ووئيل نواز شريف د 60 اربه ډالره سرمايه كاري هېواد ته راوړلې٬زمونږ 5 فيصده څخه زيات شرح نمو ده۔ده ووئيل نواز شريف د موټروے جال خپور كړی٬بندونه جوړېږي٬مشرف 8 كاله ناست وو نه چرته موټروے جوړه شوې او نه چرته كوم بند۔ده ووئيل مخالفه ډله اولس مسترد كړې٬كه هغوي كار كړې وې نو نن به يې حكومت وو۔ده ووئيل د دې چوكۍ د كار هغوي احساس لري۔په دې چوكۍ لياقت علي خان٬ذوالفقار علي بهټو٬بېنظيربهټو٬جونيجو او ظفرالله جمالي هم پاتې شوې او نواز شريف نن هم موجود دې۔د ذمه وارۍ احساس لرم٬ 30 كاله مې سياست كړې۔ 30 كاله وړاندې زما اثاثې زياتې وې٬زما د ژوند طرز نن څخه ښه وو٬ما خواري كړې او چې څه مې ګټلې دي هغه مې په خوارۍ ګټلې دي٬كه چا ته تكليف وي نو هغه ته به يې وښائيم۔ده وئيل سياست نن په هېواد كښې كنځلې جوړی شوي دي٬دې ايوان له به خپل تقدس او عزت بحالول وي۔هېواد به د آئين ترمخه چلول وي۔ده ووئيل زه د هېواد وزيراعظم يم او كار له راغلې يم۔ده ووئيل كه 45 ورځو له راغلې يم يا 45 ساعتونو له خو كار به د 45 مياشتو كوم۔ده ووئيل اسحاق ډار هېواد په مالي لحاظ قوي كړې او 24 ساعته به يې كار كولو ده ووئيل روزګار به پېدا كول وي او سرمايه كاري به راوړل وي۔ده ووئيل دلته دا رجحان دې چې ټېكس وركول آپشن دې۔حاجت د دې خبرې دې چې ليډر شپ دې ټېكس وركول قانوني ذمه واري وګڼي كه ټېكس نه وركوي نو هېواد به پرمختګ نه كوي۔ده ووئيل څوك چې ټېكس نه وركوي هغوي له به ټېكس وركول وي او د خپل كور نه به دا كار پیل كوي۔ده ووئيل كركيله د هېواد د ملا تير دې دا به قوي كول وي٬زمونږ پالېسۍ كاميابې شوي۔ده ووئيل امنيت وركولو ته ټول حكومتونه پام لرنه كوي٬مونږ له به په ګډا دا مسئلې حل كوي وي۔ده ووئيل په نړۍ كښې كوم هم هېواد داسې نشته چې عامو ??ګړ?? له د آټومېټك وسلې لائسنس وركړي۔د اسمبلۍ غړو سره هم وسله وال كسان وي٬ده ووئيل كه كابينې اجازه راكړه نو دا داسې ??ګړ?? پھ ضد به كاروائي كېږي۔شاهد خاقان عباسي ووئيل پھ هېواد كښې معياري تعليم ته اړتيا ده دا څانګې اوس صوبو ته سپارلې شوي نو وفاق به پھ دې لړ كښې لارښودنه كوي۔د اعلٰی تعليم معيار به ښه كولې شي۔ده ووئيل د هېلت كارډ نظام به مخ په وړاندې بوتللې شي٬د وسائلو ترمخه به معياري رو??تو?? جوړولې شي٬د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام دائره به پراخا كولې شي دغسې چې ??ګړ?? ته سماجي تحفظ ترلاسه شي۔ده ووئيل زمونږ حكومت د لس زره مېګاواټه برېښنا پروژې پېل كړي٬د يكم نومبر نه پس به په هېواد كښې لوډشېډنګ نه كېږي٬يوازې په هغه سيمو كښې به لوډشډنګ كولې شي څوك چې بل نه وركوي۔ده ووئيل د موټروېز او رېلويز ښه نظام به جوړولې شي۔ده ووئيل كراچۍ له د پیكج وركولو كوم لوظ چې نواز شريف كړې وو په هغې به عمل كولې شي٬تر څو چې د كراچۍ مسئلې نه وي حل شوې د هېواد مسئلې نه شي حل كېدې۔ده ووئيل مونږ په كراچۍ كښې امن راوستلې او هلته پرمختيائي كارونه هم كولې شو۔ده ووئيل فاټا كښې به هم پرمختيائي پروژې بشپړولې شي۔شاهد خاقان عباسي ووئيل د وزيراعظم په ټاكل كېدو كښې په حمايت كولو د اېم كيو اېم پاكستان٬فاټا غړو٬جے يو آئي(ف)٬پښتونخوا ملي عوامي ګوند٬مولانا فضل الرحمان٬اعجاز الحق٬غلام مرتضٰی جتوئي او پيرصدرالدين راشدي مننه كوم۔ده ووئيل بايد ح??ومت او مخالفه ډله په ګډه د آئين پاسداري وكړي دغسې چې د ??ګړ?? باور بحال شي۔ده ووئيل باور لرم چې د هېواد ح??يقي وزيراعظم به خپلې چوكۍ ته ضرور راځي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس