اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي تعليمي اد??رې د هېواد تعمير او پرمختګ كښې بنيادي اهميت لري٬په دې لړ كښې د استاذانو ذمه واري ده چې د زده كوونكو كردار ښه كولو له كار وكړي۔ د تعليمي معيار ښه كولو لپاره د قامي مقصد ترمخه د نړۍ د تجربو څخه استفاده وكړي۔ده دا خبره د پاكستان استاذانو تنظيم پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ميا محمد اكرم په مشرۍ كښې د ګل پھ ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔پھ دې موقع د وفاقي تعليم دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان هم موجود ؤه ۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې استاذان به پھ ټول هېواد كښې د تعليم ??ظا?? او معيار ښه والي له خپل مثبت كردار ترسره كوي دغسې چې په سيمه ايزو او فرقه وارانه تعصباتو قابو وموندلې شي۔ اولس مشر ووئېل د نوې نصاب جوړولو مقصد د هېواد د ټولو صوبو او سيمو لپاره په ګډه يو ډول تعليمي نصاب جوړول دي۔په دې لړ كښې د حكومت پالېسۍ درستې دي۔ده هيله څرګنده كړه چې د نوې نصاب جوړولو كار به ز?? تر زره بشپړ كړې شي دغسې چې د ټول هېواد ماشومان د يو نصاب ترمخه ز??ه كړی وكړې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د نړۍ د تجربو څخه دا حقيقت رامخې ته شوې چې پھ خپله ژبه كښې د زده كړی عمل معياري وي۔ده ووئيل د دې مقصد ترمخه پھ ايوان صدر كښې په بشپړه توګه پھ اردو كښې كار كېږي۔اولس مشر ووئيل پخوا د قامونو وېشلو په وجه د تعليم پشمول نورو څانګو ته زيان رسېدلې خو پھ اوسني حكومت كښې د يوې څرګنده پالېسۍ ترمخه كار روان دے د كومې چې ښې نتيجې ترل??سه كېږي۔ده د تعليمي نصاب جوړوولو لپاره د پېشه وره تربيې او تعليم وزارت كاركردګي وستائېله۔ده ووئيل د اد??رو كمزورۍ په وجه د استاذانو معيار هم ځپلې شوې چې پام لرنې ته اړتيا لري ۔ده ووئيل حكومت د استاذانو مسئلو حل كولو او ښېګړی له په زړه پورې كار كوي
تعليمي ادارې د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې بنيادي اهميت لري٬حكومت د استاذانو مسئلو حل كولو او ښېګړی له په زړه پورې هخې كوي
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن